خلیل زاد تر دې د مه د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلي او ولسمشر غني سره به هم د افغان سولې دویم پړاو مذاکراتو په اړه خبرې وکړي.
خلیل زاد وړاندې تر دې اسلام اباد کې د پاکستان پوځ مشر جنرال جاوید قمر باجوه سره هم د افغان سولې او سیمې پر وضعیت خبرې کړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، خلیل زاد به د افغان سولې پروسې د چټکتیا په موخه سویلي، مرکزي اسیا او منځني ختیځ ته سفرونه ولري.











