د ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح په ټولنیزو پاڼو خپاره شویو نومونو ته په اشارې ویلي، هڅه کوو ددې رواني جګړې جرړې پیدا کړو خو دا چې څومره کره دی او یا نه په اړه یې مالومات نه لرو.
د ولسمشر لومړي مرستیال دا هم ویلي چې که دغه نوملړ رښتیا هم وي د حیرانتیا خبره نه ده ، د صالح په خبره وسله وال د هر هغه چا او جوړښت دښمنان دي چې د درې رنګه ملي بیرغ لاندې ژوند کوي.











