د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې مذاکراتي پلاوی به دوحې ته ځي او ددې تمه ده چې دویم پړاو مذاکرات په خپله ټاکلې نېټه پيل شي.
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل چې سوله او د جګړې ختمول د هر افغان هیله ده او باید مذاکراتي پلاوی په خپلو دریځونو کې نرمښت وښيي څو هېواد یوې دایمي سولې ته ورسېږي.
رحماني همدا راز ټينګار کړی چې بین الافغاني خبرې دې ژر تر ژره دلته د تاوتریخوالي د کمېدو او سولې د راتګ سبب شي.
ولسي جرګه داسې مهال په خبرو کې د نرمښت غوښتنه کوي چې ټاکل شوې په دې پړاو خبرو کې افغان حکومت له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړي، خو د راپورونو له مخې اوربند د طالبانو د اجنډا په پای کې دی او تر هر څه وړاندې د حکومت پر جوړښت خبرې کول غواړي.











