د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي ریچارډ اولسن ویلي، د امریکا تر څنګ دې پاکستان، ایران او د سیمې نور هېوادونه هم پر طالبانو فشار راولي چې اوربند ته غاړه کېږدي.
دده په خبره ددې موخې لپاره د سیمې د هېوادونو د یوه ګروپ جوړول اړین دي څو د افغان سولې په اړه واحد دریځ او باوري اجماع رامنځ ته شي.
هغه همدا راز پر طالبانو او حکومت غږ کړی چې ژر تر ژره په خبرو کې یوې پایلې ته سره ورسېږي، ځکه په دې مسئله کې ځنډ راوستل او یا خنډونه جوړول د ټولو اړخونو پر زیان دي.
هغه ویلي چې ښايي مذاکرات له ناندریو ډک وي خو تر جګړې غوره دي او ددې ستره اړتیا ده چې روانه جګړه ودرول شي.











