د چارو ادارې رییس فضل فضلي ویلي، د مقناطیسي ماین چاودنې له امله د چارو ادارې د سلاکارانو د انسجام مرستیال، محمد جاوید ولي ټپي شوی او د هغه موټر چلوونکی حاجي بهرام الدین وژل شوی دی.
فضلي ویلي، جاوېد ولي په روغتون کې دی خو ټپونه یې ژور دي.
په دې ورستیو کې د افغان حکومت مهمو چارواکو سربیره د ځينو نادولتي ادارو پيژندل شوې څېرې د مقناطیسي ماینونو په چاودنو کې وژل شوي دي خو تر اوسه یې هیڅ لوري مسولیت نه دی منلی.











