د بودیجې د رد یو دلیل داو چې حکومت ولسي جرګې ته په بودجه کې د تعدیل صلاحیت نه و ورکړی او له ۱۱ سوه زیاتې پراختیایي پروژې ترې ایستل شوې وې
۹۱ او ۹۲ کودونو ته په بودجه کې د ملیاردونو افغانیو ځانګړي کول او احتیاطي کود ته ۱۳ ملیارده افغانۍ ځانګړي کول چې دمصرف مدرک یې هم معلوم نه و بل هغه لامل و چې وکیلانو ملي بودیجه رد کړه.
د۱۴۰۰ مالي کال ټوله بودیجه څه باندې ۴۵۲ ملیارده افغانۍ کیږي چې ۲۹۵ ملیارده یې عادي او ۱۵۶ ملیارده یې پراختیایی بودجه ده.











