مشرانو جرګې نن د کورنیو چار وزیر او د ملي امنیت لوی رییس د وروستیو ناامنیو، مقناطیسي ماینونو او هدفي وژنو په تړاو دې جرګې ته ورغوښتي وو او په دې تړاو یې ورسره خپلې اندیښنې شریکې کړې.
د ملي امنیت رییس احمد ضیا سراج اندېښنه څرګنده کړه که چېرې د سولې خبرې بریالۍ هم شي، نو احتمال شتون لري چې هغه طالب وسله وال چې د سولې خبرو مخالف دي، په یوه نوي نوم بله ډله جوړه او جګړې ته به دوام ورکړي.
د ملي امنیت رییس وايي، دغه هدفي وژنې او مقناطیسي مایونونه چې هره ورځ له خلکو قرباني اخلي د عبیده کاروان په نوم د طالبانو د هغې ډلې کار دی، چې د امریکا سره د سولې له هوکړې وروسته یې په لوګر کې رامنځ ته کړې ده.
ضیا سراج دغه راز وايي، ۹۹ سلنه بمي بریدونه او هدفي وژنې طالبان ترسره کوي، خو د اذهانو د مخشوش کېدو لپاره یې مسولیت په غاړه نه اخلي.
په ورته مهال، د کورنیو چار وزیر مسعود انداربي مشرانو جرګې ته وویل، طالبانو په مخامخ جګړې کې ماته منلې او په هدفي وژنو یې لاس پورې کړې چې موخه یې د سولې په مذاکراتو کې امتیاز اخیستل دي.
اندرابي زیاته کړه چې د پولیسو پرموټرو د سړک غاړې ماین چاودنې کېږي او هغه پولیس چې پر موټر یې مقناطیسي ماین ونښول شي او چاودنه پرې وکړي، له قانوني چلند سره به مخ شي.











