د ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح ویلي، د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو سربیره په دې هم کار کوي چې د پولیسو تشکیل دوه برابر کړي څو کابل ښار کې امنیتي وضعیت ښه شي.
دده په وینا، ډېری هغه ماموریتونو چې پولیس پکې لګیا وو هغه د افغانستان ملي اردو ته سپارل شوي دي او د کابل پولیس خپلو اصلي دندو ته راګرځي.
دده په خبره دمګړی په بېلو ځایونو کې شاوخوا پنځه سوه پولیس له غیر مربوطه دندو راوستل شوي او په خپلو اصلي دندو ګمارل شوي











