د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح نن په کابل کې یوه کنفرانس ته په خپلو خبرو کې وویل چې افغانان په ټوټه ټوټه هویت سولې ته نه شي رسېدلی.
امرالله صالح په خپلو خبرو کې، ډېر تمرکز افغانستان کې د سولې په راتګ وکړ او و يې ويل، دا ملت ماتې نه مني او باعزته سوله غواړي.
صالح وايي، په دې خاوره د افغانانو حاکمیت دی، د کویټې او پېښور شوراګانې په افغانانو حاکمیت نشي کولی.
صالح وايي، سوله باید ملي وي او زیاته یې کړه چې په ټوټه ټوټه هویت نه شو کولی سولې ته ورسېږو.
نوموړی وايي، سوله په ارزښتونو څرخېږي او که ارزښتونو ته ژمن پاتې نه شو سوله سبا راځي.
د ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح ویلي: ((قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر، ملابرادر پاکستان ته د رسمي سفر پر مهال درې کارونه کړي، لومړی یې په دولتي روغتون کې د هغو ټپي طالبانو پوښتنه وکړه چې بغیر له ویزې هلته مېشت دي. دوهم یې د جنګي مورال ورکولو لپاره د طالبانو له یو روزنیز مرکز څخه لیدنه وکړه او همدارنګه د پاکستان له حکومته یې مننه کړې چې تر دې مهاله یې له دوی ملاتړ کړی.))











