طالبانو د ځان په اړه د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وروستۍ څرګندونې غندلې او هغه یې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بللې ده.
طالبان وایي، له ګاونډیو هېوادونو سره دوستانه اړیکې پالي او له هغوی هم ورته تمه لري.
طالب ویاند ذبیح + مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي، د ظریف دا څرګندونې غیر مسئولانه دي او د دواړو هېوادونو اړیکو ته زیان رسولی شي.
اعلامیه کې راغلي چې طالبان د ملګرو ملتونو د ترهګرو په کوم لېست کې نه دي شامل او د ظریف څرګندونې د هغه ناخبري څرګندونه کوي.
طالبانو ایران ته په خطاب کې ویلي، د راتلونکې لپاره باید داسې څرګندونې ونه شي چې دوی غبرګون ښودلو ته اړ کړي.











