Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د یوسف رشید وژنې په کور دننه او بهر غبرګونونه پارولي دي

admin by admin
2020/12/23

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرایوي مشر د چهارشنبې به سهار شاوخوا نهه بجې هغه مهال د کابل ښار اوومې ناحیې اړوند سیمه کې د دوه تنو وسله‌والو بریدګرو لخوا په ډزو ووژل شو، چې د سولې څار ایتلاف موجودیت پرانیست غونډې ته پر لاره وو.

دغې پېښې په کور دننه او بهر توند غبرګونونه را پارولي او له حکومت نه غوښتنه شوې چې د پېښې عاملین دې ونیسي.

ولسمشر غني، داکتر عبدالله عبدالله، د مذاکراتي ټیم غړو، ګڼو سفارتونو او بنسټونو دغه برید غندلی او د افغانستان ټاکنیز قانون، ولسواکۍ او له ټاکنو د څار برخه کې یې د یوسف رشید هڅې او لاسته راوړنې اغېزمنې بللې دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي:  ((د افغانستان حکومت کابل ښار کې پر یوسف رشید ترهګریز برید په کلکو ټکو غندي او دغه ترهګریز عمل د بیان پر آزادۍ او ټاکنیزو بنسټونو برید بولي.  د افغانستان دښمنان نه شي کولی په دغسې کړنو د افغانانو د پرمختګ مخه ونیسي.))

د ملي مصالحې عالي شورا رییس داکتر عبدالله عبدالله هم د رشید په وژنه توند غبرګون او خفګان ښودلی او ویلي یې دي چې تاوتریخوالی، ویره او وژنې په هیواد کې د روان کړکېچ حل لار نه ده.

کابل کې د امریکا سفارت هم دغه برید غندلی او خواشیني یې ښودلې.

کابل کې د امریکا سفارت چار سمبالی لیکلي: ((یوسف رشید په افغانستان کې د ولسواکۍ یو خدمتګاره او ریښتینی مدافع و. امریکا پر یوسف رشید برید غندي او ټولو هغو افغانانو ته چې رشید سره یې پيژندګلوی درلود، تسلیت وايي.))

د مذکراتي ټیم غړو هم دغه برید غندلی او دا یې پر ولسواکۍ او انسانیت برید بللی دی.

د جمهوریت مذاکراتي ټیم غړی نادر نادري ویلي: (( ترهګرو، یوسف رشید د ازاد افغانستان لپاره د شل کلن خدمت او هڅو په خاطر شهید کړ. هغه مدني فعال، خدمتګار او وطن دوسته انسان و.))

د نورو افغان سیاسیونو، مدني ټولنې  غړو، ژورنالیستانو او چارواکو سربیره د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم غړې فوزیه کوفي هم دغه برید غندلی او پر استخباراتي او امنیتي ارګانونو یې نیوکې کړي چې د هدفي وژنو او چاودنو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

د یوسف رشید او د هغه د تره د زوی جنازه د چهارشنبې په ماسپښین دوه نیمې بجې د اوومې ناحیې اړوند ټني کوټ سیمه کې ادا او په هماغې سیمه کې خاورو ته وسپارل شوه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې
افغانستان

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله د دغه هېواد پر امنيتي ادارو نيوکې کړې

فبروري 8, 2026
پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist