د کابل پولیس وايي، د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو (فیفا) بنسټ مشر، یوسف رشید نن سهار ۸:۴۵ دقیقې د کابل ښار اوومې امنیتي حوزې اړوند چهلستون تڼي کوټ سیمه کې د وسلوال برید په نتیجه کې و وژل شو.
ټاکل شوې وه چې نن د فیفا بنسټ اجرایوي مشر یوې خبرې غونډې ته وینا وکړي چې کور سره نږدې پرې وسله وال برید شوی.
یوسف رشید روغتون ته تر انتقال وروسته ساه ورکړه او د نوموړي موټر چلوونکی ټپي ده.
ددغه برید مسولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی











