دغه وزارت ویلي، د فاطمیون ځواکونو په لیکو کې د افغانانو حضور د ملي ګټو، اساسي قانون او د افغانستان د بهرني سیاست خلاف عمل دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي، د افغانستان یو شمېر اتباع په داوطلبانه توګه د مذهبي باورونو له مخې خپله د سوریې جګړې ته تللي او د ایران دولت یې ملاتړ کړی.
د مالوماتو له مخې، د دغه کسانو شمېر تر ۲ زرو رسېږي چې په سوریه کې مېشت دي.
تر دې وړاندې یو شمېر افغانانو ویلي وو چې له فاطمیون ډلې د ځینو امتیازونو په ترلاسه کولو ، په ایران کې د دایمي استوګنې، د څو سوه ډالري معاش او داسې نورو امتیازاتو په بدل کې د سوریې جګړې ته لېږل شوي دي.











