د ولسمشر لومړی مرستیال، امرالله صالح وايي چې افغانستان کې د بم جوړولو لپاره له افغاني توکو کمه استفاده کیږي او د چاودېدونکو توکو ډېره برخه له پاکستان څخه راوړل کیږي.
د هغه په وینا طالبان د ماین جوړولو لپاره له امونیم نایټرېټ چاودېدونکو توکو څخه کار اخلي او دغه مواد پاکستان د دوی په اختیار کې ورکوي.
امرالله صالح وايي، پاکستان سره یې څو ځلي افغانستان ته د دغو موادو د لېږد د مخنیوي په اړه خبرې کړي دي، خو لا هم افغانستان ته د دغو توکو د انتقال مخه نه دی نیول شوې.
د امرالله صالح په وینا، سږکال پاکستان له مختلفو لارو څخه کابو ۲۰ زره ټنه امونیم نایټرېټ چاودېدونکي توکي د طالبانو په واک کې ورکړي دي.











