د ژمې په رارسېدو سره کابل او د هېواد یو شمېر لوی ښارونه د برېښنا له کمښت سره مخ کېږي، خو سږ کال د برېښنا کمښت ددې لامل شوی چې یو شمېر تولیدي فابريکې خپل فعالیتونه ودروي او ګڼ شمېر کارګران په کور کېنوي.
صنعتکاران وايي، د منظمې برېښنا نشتون د صنعت سکټور اغېزمن کړی او اړ شوي چې پنځوس سلنه مارکيت له لاسه ورکړي.
د صنعتکارانو ټولنې مشر، جبار ساپی وایي، ((۵۰ سلنه مارکيټ مو له لاسه ورکړی او هم مو کارکوونکي له لاسه ورکړي دي. هم مو تولید له لاسه ورکړی او اکثره فابریکې په داسې حال کې دي، چې دولت ورته برېښنا نشي ورکولای او فابریکې بیا خپلو کارکوونکو ته معاش نشي ورکولای.))
صنعتکاران د برېښنا شرکت کې مدیريتي ستونزې هغه څه یادوي چې له امله یې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د برېښنا د کمښت ستونزه ډېره شوې.
د ناکافي برېښنا سربيره د برېښنا د لګښتونو برخه کې هم خلک نېوکه لري، چې د برېښنا شرکت دوه ګونی چلند کوي او هغو زورواکو سره قانوني چلند نه کوي چې له کلونو راهيسې د برېښنا لګښتونه نه تصفیه کوي.
خلک دغه راز وایي، که چېرې عام او بېوزله خلک د خپلو لګښتونو په تصفيه کې ځنډ وکړي، برېښنا یې پرې کېږي او د بیا وصلېدو لپاره یې اړ دي چې ناقانونه پیسې ورکړي.
د افغانستان برېښنا شرکت ویاند، وحیدالله توحیدي بیا وايي، د ژمې په موده کې شته ظرفیتونو څخه په استفادې هرې کورنۍ ته تر پنځلس ساعتونو پورې برښنا ورکولای شي او تر ۹ ساعتونو پورې به پرچاوي وي.
خو خلک بیا وايي، پر چاوۍ په غیر عادلانه توګه پلي کيږي او یو شمېر بې وزلې سیمې له پامه لوېدلې دي.
د افغانستان برېښنا شرکت په ټاکلي موده کې د توسعه یې پلانونو نه تطبیق د برېښنا د کمښت اساسي ستونزه یادوي خو د دغه شرکت رهبرۍ باندې نېوکې دي چې د کم کارۍ او فساد له امله برېښنا په برخه کې یو شمېر بنسټيزې پروژې په خپل وخت نه دي بشپړې شوي.











