امریکایي رسنۍ وایي بایډن د امریکا درېیم ولسمشر دی چې واک ته له رسېدو سره سم باید تر هر څه وړاندې د امریکا د یوې اوږدې جګړې برخلیک معلوم کړي.
په دغه تحلیل کې راغلي دي، بایډن باید تر هر څه وړاندې خپل پلانونه د افغانستان په اړه و ارزوي او تر هغه وروسته دې طالبانو ته واضح کړي چې دوی د سولې هوکړې د عملي کولو لپاره یو ټاکلی وخت لري او دغه ډله باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
سرچینې سولې ته د رسېدو بله لار دا هم بللې ده چې د افغانستان حکومت په ځینو اداراتو کې په تېره بیا په امنیتي او دفاعي ادارو کې د پام وړ اصلاحات رامنځ ته کړي او دغه ادارات تر دې هم زیات پیاوړي کړي.
په دغه تحلیل کې راغلي چې دمګړی د افغانستان د سولې برخلیک نه دی معلوم، په افغانستان کې جګړه خونړۍ شوې ده او هره ورځ د لسګونه افغانانو ژوند اخلي چې دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده.











