په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي د افغانستان د شاوخوا څلوېښت میلیونه نفوس له ډلې نیمايي به یې په راتلونکي ۲۰۲۱ کال کې بشري مرستو ته اړتیا ولري.
د سرچینې په خبره افغانستان کې د ۵،۸ میلیونه په شاوخوا کې خلک بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري.
اوچا په خپل راپور کې زیاتوي چې د افغانستان نیمايي نفوس غذايي مصونیت هم نه لري او له جدي ستونزو سره مخ دی.
دغه ادارې د ۲۰۲۱ز کال په اړه په خپله وړاندوینه کې ویلي چې ښایي مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر ۱۸،۵ میلیونه کسانو ته ورسېږي.
سرچینې یو ځل بیا ویلي چې افغانستان کې د څلورو میلیونو په شاوخوا کې داخلي بېځایه شوي له سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره هم مخ دي.
اوچا پر مرستندویه بنسټونو غږ کړی چې په افغانستان کې په راتلونکي کال کې د بشري مرستو لپاره تیاری ولري.











