په دوه زره نهم کال کې کندوز کې جرمني ځواکونو د تېلو په هغو دوو ټانکرونو له امریکايي ځواکونو د بریدونو غوښتنه وکړه چې ویل کېدل طالبانو بیولي دي.
په هغه پېښه کې شاوخوا سل تنه و وژل شول چې اکثریت یې ملکي وګړي وو.
المان وایي چې دا برید ایساف ځواکونو کړی چې ټول هېوادونه پکې شریک دي، نو ځکه یې دوی په یوازې ځان تاوان نه شي ورکولی.
المان دغه راز وایي چې دا تاوان افراد نه شي غوښتی بلکې افغان حکومت کولی شي ددغه ډول تاوانونو د اخیستلو غوښتنه وکړي.











