د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د خپل هېواد پارلمان ته يوه طرحه وړاندې کړې، چې له مخې يې افغانستان کې د ترکي ځواکونو د پاتې کېدو غوښتنه شوې.
پارلمان ته په وړاندې شوې طرحه کې راغلي، ترکيه د افغانستان يووالي، وقار او خپلواکۍ ته درناوی لري او همدا راز دواړه هېوادونه ښې اړيکې لري.
د ترکيې رسمي خبري اژانس انادولو ويلي، چې د ولسمشر اردوغان په دې طرحه به سبا د پارلمان د غړو ترمنځ خبرې وشي.
د ترکي رسنيو د راپورونو له مخې انقره اوسمهال د ناټو په چوکاټ کې دولس سوه سر تېري لري، چې افغانستان کې فعاليت کوي.











