د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، پاکستان ته د ملا برادر سفر د سولې هغو هڅو سره همکاري ده چې پاکستان یې ژمنه کړې ده
له بل لوري د افغانستان لپاره د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، دا سفر د پاکستان د هغو سیاستونو برخه ده چې له مخې یې غواړي په افغانستان کې دایمي سوله راشي او روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي.
محمد صادق دغه راز وایي چې په دې سفر کې به ملا برادر د بهرنیو چارو له وزیر محمود قریشي او دغه راز د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره وګوري.
طالب پلاوي پرون پاکستان ته سفر کړی دی او دغه سفر به د ډسمبر تر اتلسمې نېټې پورې دوام کوي.











