قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم ویلي، تمه لري چې د دوحې هوکړه په سمه توګه عملي شي او کوم مشکل رامنځته نشي، بلکې شته مشکلات هم له منځه لاړ شي.
دا په داسې حال کې ده چې بي بي سي ویلي، دوی ته دوه لوړ پوړو طالب چارواکو ویلي، که د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن له پلان سره سم تر راتلونکې مۍ میاشتې له افغانستان څخه ځواکونه ونه باسي، طالبان به په افغانستان کې بېرته پر بهرنیو ځواکونو بریدونه پیل کړي.
خو په رسمي توګه طالبانو دا خبره تائید یا رد کړې نه ده، خو ویلي یې دي چې تمه لري له پلان سره سم د دوحې تړون عملي شي.
تېره فبرورۍ میاشت کې د طالبانو او امریکا ترمنځ په دوحه کې هوکړه لاسلیک شوه چې په افغانستان کې مېشت ټول امریکايي پوځیان به تر راتلونکي پسرلي له افغانستان وځي.
خو شرط یې دا دی چې طالبان باید دا تضمین ورکړي چې د القاعده په څېر ترهګرې ډلې به په افغانستان کې فعالیت نه کوي او پټنځایونه به هم نه لري











