بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر چې نن یې ولسي جرګې غونډې ته د جنیوا کنفرانس په اړه مالومات ورکول وویل، له افغان سولې د ملاتړ لپاره نړیواله اجماع موجوده ده خو نړیوال د هغه سولې ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د جمهوري نظام، تېرو لاس ته راوړنو او رامنځ ته شوو پرمختګونو د خوندیتوب سبب شي.
اتمر وویل، د نړیوالو مالي ملاتړ وښوده چې افغانان یوازې نه دي او نړیوال یې تر څنګ ولاړ دي.
اتمر دا هم وویل چې افغان حکومت او افغانان دې تل د نړیوالو پر مرستو اتکا نه کوي، ځکه دا امکان شته چې نړیوال له افغانستان سره خپلې مالي مرستې کمې کړي.











