د ولسي جرګې د غړي توفیق وحدت پر موټر د نن سهار ماین چاودنه کې دوه کسان وژل شوي دي.
توفیق وحدت ویلي، چاودنه کې یې موټرچلوونکی او یو ساتونکی وژل شوي دي.
دا چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې د کابل ښار اړوند خیرخانه مېنه کې د نښلیدونکي ماین چاودلو له امله شوې ده.
توفیق وحدت په ولسي جرګه کې د کابل خلکو استازی دی.
په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د مقناطیسي ماین چاودنې زیاتې شوې، چې قربانیان یې ملکي وګړي دي، خو هیڅ ډله یې مسوولیت پر غاړه نه اخلي.











