دهرات-خواف ترمینځ د اوسپنې رېل پټلۍ نن رسما پرانیستل شوه
پرانیست غونډې ته دافغانستان او ایران ولسمشرانو د ویډیو کنفرانس له لارې ویناوې وکړې.
د خواف-هرات ترمینځ د اوسپنې ریل پټلۍ ټول ٦٥ کیلومتره اوږدوالی لري چې د ایران په سل ملیونه ډالره مالي مرسته جوړه شوه.
دغه پروژه د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي دروازې د پرانستلو حثییت لري چې په مرسته به یې افغانستان د ترکیې عراق او اروپایي هیوادونو بازارونو سره ونښلول شي.
د غوریان د روزنک څخه بیا د هرات تر هوایي ډګره پاتې لار چې نژدې اتیا کیلومتره اوږدوالی لري، لومړی پړاو یې چې څلویښت کیلومتره لار پکې شامله ده یوه قزاقستاني شرکت ته ورکړل شوی ده چې د جوړولو چارې یې دوام لري











