د لانګ ور ژورنال په نوم نشريې لیکلي، سره له دې چې طالبان په افغانستان کې د داعش له حضور څخه انکار کوي خو ددغې شبکې غړي لا هم په افغانستان کې دي او له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.
لانګ ور ژورنال لیکلي، وروستیو ورځو کې امریکايي او افغان ځواکونو په هلمند او نیمروز کې د القاعده شبکې پر ضد عملیات کړي خو کره وخت یې نه دی ښودلی.
د سرچینې په خبره د هلمند نادعلي کې د طالبانو پر یوه مرکز برید شوی چې پکې هم د القاعده شبکې اته غړي وژل شوي دي.
امریکایي ځواکونو داسې مهال دغه عملیات کړي چې له طالبانو سره د هوکړې مطابق دوی به یوازې په خپلو اډو کې وي، خو لانګ ور ژورنال لیکي د القاعده شبکې غړي په افغانستان کې تر دې دمه فعال دي او پر وړاندې یې جګړې ته اړتیا ده.











