د دامان ولسوالۍ د ودانۍ پر ټاور د نن ورځې موټر بم برید کې ۳۳ کسان ټپیان شوي دي.
د و الی ویاند بهیر احمدي وايي، موټر بم برید کې د ولسوالۍ ۷ ملکي مامورین، ۹ پولیس ، ۲ د ملي امنیت سرتیري او ۱۵ ملکي وګړي ټپیان شوي دي
چاودیدونکي توکي په مازدا موټر کې ځای پر ځای شوي و چې شاوخوا کورونه یې هم زیانمن کړي دي
دوالی ویاند وايي، په ټپیانو کې د یوکس روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د برید مسولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی
له هغه وخته چې امریکایانو سره دوحه کې د طالبانو د سولې هوکړه شوې، پر افغان ځواکونو موټر بم بریدونه زیات شوي چې درانده تلفات یې اړولي دي.











