د سره صلیب نړیوالې کمېټې د افغانستان او عراق لپاره د بودیجې د کمیدو خبر ورکړی دی.
د دغې کمېټې مشر پيټر ماور تېره ورځ بحرین کې د ستراتېژیکو مطالعاتو موسسې کلنۍ ناسته کې ویلي ، د دوی عملیاتي کارونه د کورونا ویروس د خپریدو له وجې افغانستان او عراق کې د بودیجې له کړکیچ سره مخامخ دي.
سره صلیب مشر د ۲۰۲۱ کال کې د عراق لپاره څه باندې یو سلو درویشت میلیونه او افغانستان لپاره ۸۸ اشاریه پنځه میلیونه ډالرو ته اړتیا ښودلې ده.
د کورونا د دویمې څپې خپرېدل، بې کاري او ورځ تر بلې په افغانستان کې د جکړې زیاتوالی هغه څه دي چې افغانان یې زیات اندېښمن کړي دي.
دا سره صلیب دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې لا هم د سولې مذاکرات رسماْ نه دي پیل شوي او دواړه خواوې پر اجنډا کار کوي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم په تازه څرګندونو کې ویلي چې د طالبانو سیاسي مرستیال ملا برادر او دغه راز د طالبانو د مذاکراتي ټیم مشر مولوي عبدالحکیم د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.
دواړو لورو په دوحه کې سره لیدلي او د سولې پر وروستیو پرمختګونو یې خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې طالب لوري ټينګار کړی چې د دوی پاتې بندیان باید خوشي کړل شي او دغه راز دې له تور لېست هم ددوی د مشرانو نومونه و ایستل شي.
ډاکټر نعیم وایي، په دې لیدنه کې همدا راز د وروستيو پرمختګونو، دوحې د هوکړې او بین الافغاني مذاکراتو پر اجنډا هم خبرې شوې دي.
زلمي خلیلزاد تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.











