د ملي مصالحې عالي شورا خپله لمړنۍ ناسته نن شنبه په ارګ کې ترسره کړه.
غونډه کې ولسمشر اشرف غني، د ملي مصالحې مشر ډاکټر عبدالله او یو شمېر نورو سیاسي او جهادي شخصیتونو ګډون درلود.
ولسمشر غني د غونډې ګډونوالو ته وویل چې ستاسې ګډون په سیمه او نړی کې زموږ د ملاتړو هیوادونو، افغانانو او ملي روغې جوړې د عالي شورا لپاره یو ښه پیغام لري.
هغه زیاته کړه چې د سولې خبرې دوهم پړاو ته رسېدلي او لمړي پړاو خبرو وښوده چې مذاکرات آسان نه وو خو بیا هم پایلې ته ورسېدل او راتلونکې خبرې لا زیاتو مشورو ته اړتیا لري.
د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وویل چې د ملي اجماع رامینځته کول د ملي مصالحې د شورا دنده ده او هغه سوله چې موږ یې غواړو باید د ټولو افغانانو د یووالي سبب وګرځي.
هغه وویل چې سولې ته رسېدل له ټولو قرباني غواړي او پر دې باید هوکړه وکړو چې تر کومې اندازې د سولې لپاره قرباني ورکولی شو.
نوموړي زیاته کړه چې سوله د افغانانو مالکیت ده، د سولې لپاره ټولو افغانانو قرباني ورکړې او اوس د تلپاتې اوربند غوښتتنه کوي.
هغه د طالبانو له مذاکره کوونکي پلاوي څخه مننه وکړه چې د بین الافغاني خبرو پر کړنلاره یې هوکړه وکړه.
غونډې ته پخواني ولسمشر حامدکرزي وویل چې سوله د ټولو افغانانو آرمان ده او په ټول توان سره به د سولې له روان بهیر سره خپله مرسته کوي.
هغه وویل: ((ښه وه چې دواړه لوریو په افغانستان کې د سولې خبرې تر سره کړې وی.))
ښاغلي کرزي زیاته کړه چې هېواد کې نور هم داسې خلک شته چې د سولې لپاره یې ډېرې هڅې کړې دي، نو هغوی ته باید په دغه ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وای.
جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف وویل چې سوله د وخت او افغانانو مهمه اړتیا ده او د سولې په راوستو کې نسبت طالبانو ته حکومت ډېر مسؤلیت لرو.
یونس قانوني وویل چې له ډېرو ستونزو سره سره افغانان په دوه خبرو خوښ دي اول داچې دوحه کې پر کړنلاره هوکړه شوي او دوهم داچې د مصالحې عالي شورا ناسته نن ترسره شوه. نوموړي همدا راز وغوښتل چې سوله مهمه او ملي قضیه ده او باید د دوه انتخاباتي ټیمونو په واک کې پاتې نشي.











