د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ويلي، بین الافغاني مذاکراتو کې د پرمختګ هرکلی کوي، خو په خبره یې روان تاوتريخوالي دومره زیات دی چې د منلو وړ نه ده.
مایک پامپیو ويلي، د افغان حکومت او طالبانو پلاویو ته یې ویلي، که د خبرو پر مهال تاوتریخوالی روان وي، مذاکرات به نتيجه ونه لري.
پامپیو تیره ورځ د بحرین پلازمېنه، منامه کې د ستراتيژيکو مطالعاتو نړيوال انسټيټیوټ په انټرنیټي غونډه کې ويلي، افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه د نه منلو ده او په وینا یې دوی باید د تاتریخوالي د کچې پر ټيټولو خبرې وکړي.
دغه راز تېره ورځ د قطر د بهرنیو چارو وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمان الثاني هم هیله څرګنده کړې چې د روانې عیسوۍ میاشتې تر پایه به افغانستان کې د سولې برخه کې پرمختګ وشي او راتلونکی کال به د افغانستان لپاره ډېر ښه وي.
شېخ محمد بن عبدالرحمان الثاني د ايټالیا د مدیترانې کلنۍ غونډې ته ويلي، هیله لري چې سوله او ثبات راشي او راتلونکی ۲۰۲۱ کال به د افغانستان لپاره ډېر ښه وي.
خو طالبانو ویلي، د بین الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره پر تګلارې هوکړه د جګړې پر کمښت یا پای کوم اغېز نه لري، بلکې په وینا یې هر کله چې دواړه لوري په دې برخه کې هوکړې ته ورسیږي، جګړه به پای ته رسېږي.











