ناټو یو ځل بیا ویلي، چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل د سولې خبرو پرمختګ پورې تړلي دي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، له افغانستان باید ځواکونه په نږدې همغږۍ ووځي او په خبره یې د ټولو ځواکونو د اېستلو په هکله پرېکړه به د ناټو غړي په ګډه او همغږۍ کوي.
ناټو ویلي، په افغانستان کې د پاتې کېدو یا وتلو خطرونه باید ومني.
د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ ویلي، باید د پوځي ماموریت د دوام او هم له افغانستان څخه د وتلو لپاره بیه ورکړي.
ینس سټولټنبرګ تېره ورځ د ناټو تړون د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په درشل کې ویلي، د امریکا د منتخب ولسمشر سره په تیلیفوني تماس کې یې د افغانستان د قضیې اهمیت او د ناټو او متحدینو پر وړاندې معضلې ته اشاره کړې ده.
ینس ستولتنبرګ ويلي، ناټو لا هم پرېکړه نه ده کړې چې ۲۰۲۱ کال له افغانستان ووځي او دا وتل به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کې پرمختګ پورې تړلي وي.
هغه یو ځل بیا ویلي، چې دوی افغانستان ته ګډ تللي او اړتیا ده چې په مناسب وخت بیرته ګډ ووځي.
له دې سره ارګ هغه را پورونه رد کړل چې ولسمشر د سولې بهیر پر وړاندې خنډونه جوړوي.
ولسمشرۍ ماڼۍ د نیویارک ټایمز هغه راپور بې اساسه بللی چې ویلي یې و د سولې په بهیر کې د پرمختګ سره سره، افغان ولسمشر او هغه ته نېږدې کسان د سولې بهیر پر وړاندې خنډونه جوړوي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي، ولسمشر غني د سولې لپاره هڅې کړي او د سولې خبرو ژر پیل لپاره یې پنځه زره طالب بندیان خوشې کړل.
صدیقي زیاتوي، د افغان حکومت مذاکره کوونکي پلاوي له طالبانو سره د کاري اصولو پر ۲۱ مادو هوکړه کړې چې دا مهال یې پر پیلامې یا د طرزالعمل په مقدمې خبرې او بحث روان دی.











