داسې ښکاري چې د طالبانو او امریکا تر منځ هوکړه په افغانستان کې د امریکا او ناټو لارې جلا کوي.
ناټو چې ۱۹ کاله وړاندې یې له امریکا سره په ګډه افغانستان کې پوځي ماموریت پيل کړ، اوس له افغانستانه د خپلو سرتېرو وتل شرایطو پورې تړلی بولي.
د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي چې دی په افغانستان کې د سولې لپاره یو تاریخي فرصت ګوري او پرمختګونو ته په کتو به پرېکړه وکړي.
د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي، (( هېڅ هېواد نه غواړي چې له اړتیا پرته نور په افغانستان کې پاتې شي. موږ به په افغانستان کې د خپل موجودیت او پاتې کېدو په اړه هلته شرایطو ته په کتو پرېکړه وکړو.))
د امریکا دریځ بیا تر اوسه په خپل ځای دی او وایي، که طالبان په ژمنو عمل وکړي له افغانستانه به خپل ټول سرتېري وباسي.
د امریکا دې پریکړې ناټو په دوه لارو کې پرېښې چې اوس په مطلق ډول د پاتې کېدو او وتو پرېکړه نشي کولی.
سټولټنبرګ اندېښنه ښودلې که له افغانستان څخه په بشپړ ډول ووځي، لاسته راوړنې به یې ضایع شي، خو زیاتوي که پاتې شي له لا نور تاوتریخوالي سره به مخ شي.
د ناټو عمومي سرمنشي وایي، (( موږ اوس له یو سخت حالت سره مخ یو. که له افغانستان څخه وځو، نو هغه هېواد به د نړېوالې ترهګرۍ په ځالې بیا بدل شي او که پاتې کېږو نو خپل اوږد مهالی ماموریت به له نوي تاوتریخوالي سره مخ کوو.))
اوسمهال افغانستان کې د ناټو ۳۸ هېوادونه څه باندې اته زره پوځیان لري، چې تر ټولو ډېر یې چې ۱۳۰۰ تنه دي، جرمنیان دي.
تر ټولو کم یې بیا دوه تنه دي چې د لیګزامبورک هېواد دي.











