اسټرالیا له چین غوښتي هغه انځور له ټوېټر لرې کړي چې په کې یو اسټرالیايي سرتېری د یوې افغان ماشومې غاړې ته د چړې په حال کې ایستل شوی دی.
له دې انځور سره د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند، ژاو لیژیان ویلي چې افغانستان کې د اسټرالیايي سرتېرو له کړنو حیران شوی دی.
اسټرالیا همداراز له چین غوښتي د انځور په تړاو له دې هېواد څخه رسماْ بښنه وغواړي.
د چین بهرنیو چارو وزارت ویاندې، هوا چینیانګ بیا وايي، “د اسټرالیا حکومت باید پلټنې وکړي، مجرمین عدالت ته راوکاږي، د افغانستان له خلکو رسمي بښنه وغواړي او ژمنه وکړي چې دوی به هېڅکله دا ډول جنایتونه تکرار نه کړي.”
تازه د سې شنبې په ورځ چین وویل، اسټرالیا هڅه کوي افغانستان کې د جنګي جرمونو په تړاو د خلکو پام واړوي.
اسټرالیا کې د چین سفارت وايي، لګول شوي تورونه یوازې د دې لپاره دي چې د اسټرالیايي سرتېرو ظلمونو په تړاو د خلکو پام واړول شي او بل دا چې د اړیکو د خرابېدو پړه پر چین واچوي.
په تازه راپور کې اسټرالیايي ځواکونه افغانستان کې پر جنګي جنایتونو تورن شوي او اسټرالیايي چارواکو دغه راپور د شرم وړ بللی دی.
په دې راپور کې ګڼ شمېر اسټرالیايي سرتېري پر جنګي جنایتونو تورن پېژندل شوي دي.
تر اوسه ځینو اسټرالیايي سرتېرو د دغه راپور وروسته ځان وژنه هم کړې ده.
له ناندریو سره سم د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، له اسټرالیا سره په ګډه کار کوي چې د دغو جنګي جنایتونو عاملین محاکمه کړي .











