د نن ورځې په رایه اچوونه کې ۲۴۴ وکیلانو رایه وکاروله، چې پنځوس جمع یو ۱۲۳ رایې کېدې.
نوماند وزیرانو ته د باور رایې د ورکړې په لړۍ کې، نن ولسي جرګې د کانونو او پترولیم، کرنې او مالدارۍ، کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو، ښار جوړولو او ځمکو، ټولګټو او ټرانسپورټ وزراتونو نوماندانو ته د باور رایه ورکړه او د وزیرانو په توګه وګمارل شول.
خو د ښځو چارو او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو نوماندان ونتوانېدل چې پنځوس جمع یو رایې پوره کړي، نو په همدې توګه دواړه بریالي نشول.
احمد ضیا سراج د ۲۲۰ تایید، ۷ رد، ۱۲ باطلو او ۵ سپینو رایو په ګټلو سره د ملي امنیت د لوی ریاست د رییس په توګه وټاکل شو.
محمد هارون چخانسوري د ۱۵۴ تایید، ۷۴ رد او ۱۶ سپینو رایو په اخیستو سره د کانونو او پترولیم وزارت وزیر وټاکل شو.
انوارالحق احدي د ۱۸۹ تایید، ۱۹ رد، ۲۹ باطلو او ۷ سپینو رایو په اخیستو سره د کرنې او مالدارۍ وزیر وټاکل شو.
نور رحمان اخلاقي د ۱۶۵ تایید، ۶۰ رد او ۱۹ سپینو رایو په اخیستو سره د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر وګمارل شو.
قدرت الله ذکي د ۱۶۵ تایید، ۲۸ رد، ۳۸ باطلو او ۱۳ سپینو رایو په ترلاسه کولو سره د ټرانسپورت وزیر وټاکل شو.
محمود کرزی د ۱۵۴ تایید، ۳۸ رد ، ۳۸ باطلو او ۱۴ سپینو رایو په ګټلو سره د ښار جوړولو او ځمکو وزیر په توګه وټاکل شو.
نجیب الله یمین د ۱۴۹ تایید، ۲۹ رد، ۴۸ باطلو او ۱۸ سپینو رایو په اخیستو سره د ټولګټو چارو وزیر وټاکل شو.
خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نوماند طاهر زهیر بیا د ۷۸ تایید رایو، ۶۰ رد ۶۹ باطلو او د ۳۷ سپینو رایو په اخیستو د جرګې باور ترلاسه نشو کړای.
همدراز حسینه ساپۍ هم پنځوس جمع یو رایې پوره نه کړې. نوموړې ۱۱۹ د تایید، ۹۴ رد او ۲۷ سپینې رایې درلودې چې ونتوانېده د ښځو چارو وزارت ته بریالۍ شي.











