د اروزګان دهراوود ولسوالۍ کې د خلکو له لوري د عالي دارالمعلمین د ودانۍ او توکو چور کېدل د دغه ولایت د نورو اوسېدونکو له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو لاس په لاس کېږي چې ښيي، د اروزګان دهراود ولسوالۍ کې د عالي دارالمعلمین درسي توکي، مېزونه، چوکۍ او آن دودانۍ دروازې او کړکۍ هم د عامو خلکو له لورې وړل کېږي.
پر ټولنیزو رسنیو د دغې ویډیو تر خپرېدو وروسته د دغه ولایت مدني فعالینو او قومي مشرانو دغه کړنه جرم ګڼلی او د عاملینو د محاکمه کېدو غوښتنه یې کړې.
په همدې حال کې د اروزګان ولایتي شورا پخوانی رییس امان الله هوتکي پر حکومت نيوکه کوي، چې له عامه تاسیساتو څخه ساتنه نه شي کولای.
هغه د جګړې پر دواړو لوریو غږ کوي، چې په جګړه کې دې د عامه تاسیساتو د تخریب او غلا مخه ونیسي.
د اروزګان دهراود ولسوالۍ کې چې له تېرو دریو میاشتو راهیسې د حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ درنې جګړې روانې دي، ډېرې سيمې يې د طالبانو له لورې نيول شوي.
ځينې راپورونه وايي، دغه ولسوالي له تېرو دوو اونیو راهیسې په بشپړ ډول د طالبانو په لاس کې ده.











