د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن یوې خبري ناستې ته وویل چې په دوحه کې د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي او هېڅ پرمختګ په کې نه دی شوی.
په دوحه کې د بین الافغاني خبرو د پیل څه باندې دوه میاشتې تېرېږي، خو د دغو خبرو کومه واضح پایله نشته.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي د طالبانو غوښتنې د ملي ګټو، اساسي قانون او د خلکو د غوښتنو خلاف دي، چې د روانې پروسې د پرمختګ مخه یې نیولې.
صدیق صدیقي وایي، د هېواد اساسي قانون او لویه مشورتي جرګې، د افغان پلاوي حدود مشخص کړي، چې له دې ورهاخوا دوی نشي کولی، د طالبانو هره غوښتنه ومني.
صدیقي چې افغان حکومت یې سولې ته ژمن یاداوه، ټینګار وکړ چې طالبان دې هوښیار شي او له شته فرصت دې ګټه واخلي، که نه دوی هم پروا یې نه لري.
صدیقي د تاوتریخوالي ختمول د ولسمشر له یوازینۍ موخې یاد کړه او وویل چې په جنیوا کې نړیوالو د طالبانو روان تاوتریخوالی غندلی او د سم لاسي اوربند غوښتنه یې کړې ده.











