امریکا وايي له افغانستان سره یې نیمايي مرستې د سولې په برخه کې په پرمختګونو پورې تړلې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د جینوا کنفرانس ته د خبرو پر مهال ویلي چې له افغانستان سره د کال شپږ سوه میلیونه ډالر مرسته کوي، خو په دې کې درې سوه میلیونه ډالر یې د سولې په برخه کې له پرمختګونو سره تړلې دي.
مایک پمپیو دغه راز د خپلې وینا پر مهال ددوحې مذاکرات د افغانانو لپاره یو زرین فرصت بللی دی او ټینګار یې کړی چې دغه پروسه افغانستان ته سوله او ثبات راوستلی شي.
مایک پمپیو یو ځل بیا ویلي چې له افغانستان سره به خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او په دغه هېواد کې د افغان ځواکونو په روزنه کې هم ددوی مرستې دوام کوي.
مایک پمپیو داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تیره ورځ د جینیوا کنفرانس کې له افغانستان سره د دیارلس ملیارده ډالرو مرستې اعلان وشو.
له دې سره متقاعد امریکايي جنرال او د ناټو پخوانی چارواکی وايي که طالبان خپلو اوسنیو فعالیتونو ته ادامه ورکړي نو راتلونکې یې روښانه نه ویني.
د ناټو دغه پخواني قومندان اډمیرال جیمز سټفریډس په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي دي چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو ایستل یو خطرناک اقدام دی چې ښایي د امریکا متحدینو ته ستر خطرونه جوړ کړي.
هغه همدا راز ویلي چې له افغان حکومت سره درېدل د امریکا مسوولیت دی او باید ناټو ځواکونه له افغانانو د ترهګرو ډلو پر وړاندې ملاتړ وکړي.
نوموړي په افغانستان کې اوسنی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی دی او په وینا یې که طالبان فکر کوي چې جګړه به ګټي او یا به د تاوتریخوالي د ډېرولو له لارې خپلو موخو ته رسېږي، خو دا غلطه ده.
هغه وايي پر تاوتریخوالي د طالبانو ټینګار به ددغه ډلې راتلونکې تیاره کړي. نوموړي ویلي طالبان دې د تاوتریخوالي پر ځای د امریکا له راتلونکې ولسمشر سره د سولې پروسې د مخ ته بېولو لپاره هڅه وکړي.











