.کابل کې نن سهار چاودنې او راکټي بریدونه شوي
مقناطیسي ماین چاودنه سهار شاوخوا پاو باندې اوه بجې د کابل ښار دولسمې حوزې اړوند احمد شاه بابا مېنه کې د پولیسو پر رینجر وشوه چې له امله یې ریجنر تخریب او د عیني شاهد انوپه خبره دوه تنه په کې ووژل شول.
د مقناطیسي ماین بله چاودنه چهلستون سیمه کې شوې ده خو دهغې چاودنې جزیات تر اوسه نه دي په ډاګه شوي.
له دې ور اخوا بیا د کابل ښار پر مرکزي برخو شاوخوا لس راکټي بریدونه شوي دي.
وزیر محمد اکبرخان، ده افغانان او شهرنو هغه مرکزي سیمې دي چې زیات راکټونه پرې لګیدلي دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، برید کې لږ تر لږه ۵ تنه وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.











