نن د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د ولسمشر غني په بلنې کابل ته راغی.
عمران خان له ولسمشر غني سره تر لیدنې وروسته یوې خبري ناستي پرمهال وویل چې افغانستان ته یې د سفر موخه دا ده چې هېواد یې په افغانستان کې سوله غواړي او هر هغه څه یې چې په توان کې دي، د اوربند تینګېډو او د تاوتریخوالي په کمېدو برخو کې به یې ترسره کړي.
د پاکستان لومړي وزیر دغه راز وویل چې وروسته له افغانستانه، پاکستان دوهم هېواد دی چې په افغانستان کې سوله غواړي.
عمران خان هیله څرګنده کړه چې کابل ته به یې راتګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه والي سبب وګرځي.
د پاکستان لومړي وزیر د سولې روانو خبرو ته په اشاري وویل چې د دغو خبرو له پیل راهیسې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده او پاکستان یې اندېښمن کړی.
دغه راز ولسمشر غني هم په دغه خبري ناسته کې وویل چې د تاوتریخوالي کچه لوړه ده او دا د افغانستان د اوسني وضعیت ځواب نه دی.











