د ایران د ملي امنیت سلاکار علي شمخاني ویلي، په سیمه کې د بې ثباتۍ او نا امنۍ یوازینی لامل د امریکایي پوځیانو موجودیت دی.
علي شمخاني ویلي، د امریکایي ځواکونو وتل د سیمې له سولې او ثبات سره ډېره مرسته کوي او په وینا یې څو پورې چې امریکایي پوځیان وجود ولري په سیمه کې د ثبات راتګ یو خوب او خیال دی.
هغه یو ځل بیا امریکا په سیمه کې د ګډوډیو په جوړولو تورنه کړې او زیاته کړې یې ده چې د امریکا ناوړه سیاستونو له امله د سیمې ثبات له ګواښ سره مخ شوی دی.
شمخاني پر ګاونډیو هېوادونو هم غږ کړی چې باید په ډېرې هوښیارۍ د امریکا له لوري متوجه ګواښونو سره مبارزه وکړي.











