هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي چاودنه کې ووژل شو.
د الیاس داعي پر موټر دا ماین چاودنه نن سهار لښکر ګاه ښار اړوند جاده کې د هغه کور ته څیرمه شوې ده.
الیاس داعي په ټپي حالت کې روغتون ته انتقال شوی چې وروسته یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
تر اوسه د چاودنې مسؤولیت چا نه دی منلی.
په دې وروستیو کې د هېواد په ګڼ شمېر سیمو کې مقناطیسي ماین چاودنې زیاتې شوې دي.
موده وړاندې مقناطیسي ماین چاودنې یو پخوانی خبریال، یما سیاوش کابل کې وواژه.











