د فاریاب امنیه قومنداني په یوه خپره شوې اعلامیه کې تایید کړه چې تېره شپه د المار ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ موټر بم برید شوی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه موټربم برید کې ۴ امنیتي منسوبین وژل شوي او ۵ تنه ټپیان دي.
د فاریاب پولیس په پېښه کې ۱۰ تنو ملکیانو ته هم د مرګ ژوبلې اوښتو خبره کوي.
پولیس وایي چې د چاودنې له امله د امنیه قومندانۍ یوه برخه، یو جومات او د استوګنې یو شمېر کورونه ویجاړ او زیانمن شوي دي.











