Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان مشرانو او نړېوالو جو بایډن ته د بریا مبارکي ویلې

admin by admin
2020/11/08

د نړۍ يو شمېر مشرانو جوبايډن ته د بريا مبارکي ويلې.

د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کې د ډېموکراټانو نوماند جوبايډن د دغه هېواد په تاريخ ۷۴ اعشاريه څلور ميليونه زياتې رايې ګټلې دي او د ۴۶ ولسمشر په توګه اعلان شو.

ولسمشر غني د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بایدن ته مبارکي ورکړه.

د مصالحې عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله هم د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر، جو بایدن او د هغه مرستیالې، کامالا هریس ته مبارکي ورکړه.

ولسمشر غني پر ټوېټر لیکلي، “افغانستان هیله لري چې له امریکا سره خپل سټراټیژيک ملګرتیا ته دوام ورکړي او لا یې پیاوړې کړي… همداراز له ترهګرۍ سره د مبارزې او افغانستان کې د سولې راتلو په برخه کې.”

پخواني ولسمشر حامد کرزي جو بایدن او کامالا هریس ته مبارکي ورکړه.

کرزي پر ټوېټر لیکلي، “هیله لري چې له افغانستان سره د بایدن د ادارې پالیسي او اړیکې پر سولې او ثبات راوستلو متمرکزې وي.”

د ناټو سر منشي، جرمني لومړۍ وزيرې، فرانسې او مصر ولسمشرانو جوبايډن ته په دغو ټاکنو کې په داسې حال کې د بريا مبارکي ويلي، چې ډانلډ ټرمپ يې بريا نه مني.

جوبايډن په لومړيو خبرو کې ويلي، اوس وخت د دې را رسېدلی، چې د امريکا په ټپونو پټۍ کېښودل شي.

هندي الاصله امريکايي کامله حارث د جوبايډن مرستياله ده او دا لومړۍ ځل دی، چې د امريکا په تاريخ کې يوه مېرمن د ولسمشر مرستياله ټاکل کېږي.

ټرمپ او د هغه د ټاکنيزې ډلې مشران، چې د ټاکنو په پايله نيوکه لري وايي، پنسلوانيا کې د رايې بيا شمېرل وروستۍ پايله تغيرولی شي.

له دې سره ايران هيله لري، چې د امريکا نوی ولسمشر په خپلو ورانکارو پاليسيو کې بدلون راولي.

وروسته له هغې، چې د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کې جوبايډن ګټونکی اعلان شو، د ايران مرستيال ولسمشر اسحاق جهانګيري هيله ښودلې، چې د دغه هېواد په ورانکارو پاليسيو کې بدلون راشي.

مرستيال ولسمشر جهانګيري ويلي، چې ټرمپ تېري کوونکې دوره پايته رسېدلې او دوی تازه بدلونونو ته سترګې په لاره دي.

د ايران د ولسمشر سلا کار حسام الدين اشنا هم ويلي، چې ولس يې تر هغې مقاومت وکړ، چې ټرمپ له واکه لرې شو.

د امريکا او ايران اړيکې له ۲۰۱۸ کال وروسته له هغې خورا زياتې خرابې شوې، ټرمپ د ۲۰۱۵ کال له اټومي تړون بهر شو او په تهران يې نوي بنديزونه وضع کړل.

جوبايډن وړاندې ويلي و که ايران ځان له اټومي هوکړې سره برابر کړي بېرته دغه تړون سره يو ځای کېږي.

ايراني چارواکي داسې مهال د امريکا د پاليسيو د بدلو خبره کوي، چې د متحده ايالاتو استخباراتي چارواکو تهران د دوی په ټاکنو کې په لاسوهنې تورن کړی و، خو تهران دا تورونه رد کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist