ښایي نړیوال مرستندویان له افغانستان سره د جنیوا په راتلونکي کنفرانس کې د کمو مشروطو مرستو ژمنې وکړي.
روېټرز خبري اژانس ویلي، د امریکا او د ناټو یو شمېر غړو مخکې له مخکې داسې نښې ښکاره کړي چې له افغانستان سره به د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د کمو مرستو ژمنې وکړي.
ټاکل شوې چې د جینوا کنفرانس ۱۹ ورځې وروسته د نوامبر په ۲۳مه او ۲۴مه په جنیوا کې جوړ شي.
روېټرز د ځینو سرچینو له قوله ویلي، ښایي د امریکا متحده ایالات چې د افغانستان تر ټولو ستر مرستندویه هېواد دی، له افغانستان سره په ملکي برخه کې کلنۍ مرستې ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته راکمې کړي.
د رویټرز د سرچینو په خبره، د ناټو یو شمېر نورو غړو لکه بریتانیا او فرانسې هم ویلي چې د خپلو مرستو پر کمولو غور کوي.
د راپور له مخې استرالیا هم په پام کې لري چې له افغانستان سره کېدونکې مرستې په ۱۰۰ کې ۳۰ سلنه کمې کړي.
خو د افغانستان د مالیې وزارت ویلي، تر اوسه یې داسې نښې نه دي لیدلي چې ګواکې نړیوال دې له افغانستان سره مرستې کمې کړي.











