پر کابل پوهنتون وسلهوال برید نن سهار لس نیمې بجې د پوهنتون دروازه کې په چاودنه پيل شو او وروسته درې تنه بریدګر د قضايي ستاژ محصلین یرغمل کړل.
دغه برید کابو شپږ ساعته دوام وکړ.
امنیتي سرچینې وايي، په دغه برید کې ۱۹ تنه محصلین شهیدان شوي او له ۲۲ زیات ټپيان دي.
د دغه خونړي برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.
طالبانو هم په دغه برید کې لاس لرل رد کړي.











