د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپل ټویټر لیکلي، بیا سیمې ته ستون شوی دی.
زلمي خلیلزاد لیکلي، د تاوتریخوالي د کموالي لپاره د ژمنو سربېره، تاوتریخوالی نه دی کم شوی.
خلیلزاد ټینګار کړی چې سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره به د سولې دروازه د تل لپاره نه وي پرانیستې او په کار ده چې بین الافغاني خبرې ژر کامیابې، افغانستان کې جګړه ختمه او سوله او ثبات ټینګ شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزرات په یوې اعلامیې کې ویلي، خلیلزاد تیره ورځ ناروې هېواد ته ولاړ چې د افغان سولې په اړه د نړیوالو په همکاریو بحث وکړی.
خلیلزاد به د ناروي له چارواکو سره د خبرو تر څنګ د قطر له چارواکو او د افغان حکومت او طالبانو له مذاکراتي پلاویو سره هم خبرې وکړې چې په افغانستان کې د څلوېښت کلنې جګړې ختمولو لپاره په یوې سیاسي نقشې هوکړه وکړي.
له دې سره د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتیدل غندلي او له ښکیلو لوریو یې غوښتي چې د تل پاتې سولې لپاره اوربند وکړي
دغه سازمان له لوري خپره شوې اعلامیه کې د خوست او کابل د تیرې ورځې بریدونه غندل شوي او دا یې د سولې لپاره د راټوکیدلو هیلو په خلاف عمل بللی.
وړاندې تر دې د بنګلدیش دیني عالمانو هم په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې وه او له ښکیلو لوریو یې غوښتي و چې جګړې ته پای ورکړي.











