د پېښور په یوې مدرسه کې چاودنې لږ تر لږه اووه تنه وژلي او ۱۱۰ نور يې ټپیان کړي دي.
چاودنه د پېښور ښار دیر کالوني سیمه کې په یوه مدرسه کې شوې ده.
ځايي روغتیايي چارواکو ویلي، روغتون ته اووه مړي او ۱۱۰ ټپیان ور وړل شوي دي.
تر اوسه د چاودنې مسؤولیت چا نه دی منلی.
د چاودنې ډېری قربانیان د مدرسې زده کوونکي ښودل شوي دي.
د بي بي سي راپور له مخې د پېښور ښار امنیتي چارواکي وقار عظیم وايي، باروت یا چاودېدونکي توکي په یوه بکس کې مدرسې ته وړل شوي وو.
“باروتو چاودنه کړې، سهار ماشومان مدرسه کې درس ته ناست وي درس وایي، روزانه درې ګړۍ دلته درس ته کېني، نږدې اته بجې یو نامالوم کس مدرسې ته راځي دلته بکس اېږدي او دا بکس وروسته چاودنه کوي.”











