.خوست کې د پولیسو پر ځانګړې قطعې برید لا هم پای ته نه دی رسیدلی
لا هم یو بریدګر له افغان ځواکونو سره په نښته بوخت دی.
په دغو بریدونو کې درې کسانو موټر بم بریدونه کړي ، څلور افغان ځواکونو ویشتلي او یو یې لا ژوندی دی.
د شويو موټر بم او وسله والو بریدونو له امله درې نظامیان وژل شوي، ۱۶ نظامیان او۱۰ ملکي وګړي ټپيان دي.
خوست کې د پولیسو پر ځانګړې قطعې نن سهار شاوخوا شپږ بجې لومړی موټر برید وشو او وروسته له هغې په وسلو سمبال وسله وال قطعې ته ننوتي او نښته یې پیل کړې ده.
تراوسه کومې دولت ضد ډلې د ننني برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د سولې بین الافغاني خبرې
له قطر څخه د افغان دولت مذاکراتي پلاوي یو شمېر کسان بېرته کابل ته راغلي دي.
ویل کېږي، سعادت منصور نادري، فوزیه کوفي، متین بیک او کلیمالله نقیبي بېرته کابل ته راستانه شوي دي.
باور دا دی چې د طالبانو او افغان دولت پلاوي ترمنځ د ستونزو نه حل کېدو له کبله یاد غړي بیرته راستانه شوي دي.
بل پلو د افان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ناروې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر اریکسن سورده سره کتلي او پر افغان سوله یې خبرې کړي دي.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد یې په افغانستان کې له تلپاتې سولې ملاتړ کوي.
اریکسن سوریده ویلي، افغانستان کې باید تاوتریخوالی ختم شي او د سولې بهیر کې یې د ښځو پر ګډون ټینګار کړی.











