روسیه وايي، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو اوسېدل دوی ته کوم زیان نه پېښوي.
د روسيې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ویلي، افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له حضور سره کومه ستونزه نه لري.
ویلاديمیر پوتین ویلي، دمګړی په افغانستان کې د سولې له روانې پروسې ملاتړ کوي، خو د امریکايي ځواکونو حضور په افغانستان کې د ټولې سیمې په ګټه دی.
پوتین ویلي، د امریکايي ځواکونو په حضور سره په سیمه کې د ترهګرۍ ګواښونه ختمېږي او په دې سره روسیې ته هم کوم خطر نه شي متوجه کېدلی.
هغه دا خبرې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماند جوبایډن د خبرو په غبرګون کې کړي چې لا هم روسیه په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د وژلو په بدل کې طالبانو ته پیسې ورکوي.
پوتین ویلي، امریکايي ځواکونه د روسیې په ملاتړ افغانستان ته راغلي او دلته د راتګ پر مهال مسکو په امنیت شورا کې د امریکا په ګټه مثبته رایه هم ورکړې وه.
دغه راز پوتین ویلي، امریکا په افغانستان کې د خپل نظامي حضور پر مهال له روسیې سره ځانګړی توافق درلود او د ترهګرو ډلو په اړه د دواړو لورو ترمنځ مالومات شریکېدل.
هغه زیاته کړې، چې دوی د خپل امنیت لپاره اقدامات کوي او په سیمه کې به ترهګرو ډلو ته د فعالیت او پرمختګ اجازه ور نه کړي.











