د ولسمشر لومړی مرستیال او د کابل امنیت مسؤول امر الله صالح ویلي چې د نن سهار په غونډه پر بېلا بېلو برخو هوکړې شوي چې یوه یې هم د ښاګوټو بیا څېړنې پيل دی.
په دغه ناسته کې د پاکستان و یزو اخېستلو پر سر جنجالونو ته هم اشاره شوې او ټینګار شوی، پر هغو کسانو به قانون پلی شي چې دخپلو شخصي ګټو لپاره یې دغه لړۍ جنجالي کړې ده .
صالح ویلي هغه کسان به هم ونیول شي چې د خیرخانې مېنې کوتل هاخوا ځمکې غصبوي .
صالح ویلي ددغو کسانو نومونه او آن د پلار نومونه هم پيژني چې د ځمکې غصب لپاره له بې وزلو ښځو ګټه اخلي او غواړي چې له دې لارې د پولیسو د عملیاتو مخه ډب کړي.
د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي، هغه ځمکې چې له غاصبینو راګرځول کېږي، دولت مسوولیت نه لري چې د غاصبینو کثافات او نور توکي پاک کړي، غاصبین مجبور دي چې خپل کثافات هم پاک کړي.











