د امریکا او د ناټو ځواکونه د یو ماموریت لپاره په ګډه افغانستان ته د ترهګرۍ د ځپلو په موخه راننوتل. پوره نولس کاله د طالب او القاعده خلاف یې جګړه وکړه او افغان امنیتي ځواکونو ته یې روزنه ورکړه چې اوس یې جګړې غاړې ته لوېدلې او بهرني ځواکونه د جګړې له میدان وتلي دي.
امریکایي ولسمشر په ټینکار سره ویلي چې نور افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه باسي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، ((افغانستان کې د امریکا ۱۹ کلن ماموریت بسنه کوي. نور ددې وخت رارسېدلی چې له افغانستان خپل ټول سرتیري راوباسو. موږ په داسې هېواد کې قرباني ورکړه چې جګړه په کې پای نه لري او په اړه یې هېڅ نه وه اورېدلي. زموږ پوځ یو غښتلی ځواک دی، په داسې حال کې چې افغانستان کې یې د پولیسو دنده پر مخ وړې.))
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې بیا ځل ټاکنو ته نوماند دی، د خپلو ځواکونو د ویستلو ژمنه یې د تېرو ټاکنیزو سیالیو پرمهال هم کړې وه.
د ځواکونو ستنول د ټرمپ هغه دریځ ده چې امریکایي جنرالان او ناټو سازمان یې خلاف دي.
ناټو وایي چې افغانستان کې خپلو موخو ته نه دي رسېدلي او وتل یې شرایطو پورې اړه لري.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي: ((د ناټو سازمان به تر هغې په افغانستان کې پوځي حضور ولري چې د ماموریت موخې یې نه وي ترلاسه شوي. افغانستان کې پوځي ماموریت د دې لپاره پیل شوی وه، چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه وشي او تر هغې چې ترهګر شته او طالبانو له ترهګرو ډلو سره اړیکې ختمې کړې نه وي، دا ماموریت به دوام ولري.))
په ورته وخت کې، امریکايي ورځ پاڼو لیکلي چې ټرمپ پینټاګون باندې فشار رواستی چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو مخکې خپل ځواکونه امریکا ته راواستوي.
ډېر باور کوي چې ټرمپ دا کار د کمپاین لپاره کوي ترڅو خپلو خلکو ته وښیي چې ژمنه یې پوره کړې او افغانستان کې یې جګړه پای ته رسولې ده.











